د امریکا د کانګرس یو غړی وايي، که چېرې د افغانستان سرپرست حکومت د بشري حقونو په برخه کې مثبت ګامونه پورته کړي او نجونو ته د ښوونځیو د تګ اجازه ورکړي، په رسمیت به وپېژندل شي. د امریکا د کانګرس غړي پیټر مایر ویلي، د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د بشري حقونو او د نجونو د زده کړو په تړاو پرمختګونو ته اړتیا ده. هغه پر نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه پر امریکا له دې امله نیوکه کوي چې، ولې د افغانستان له سرپرست حکومت سره یې تعامل نه دی کړی. د امریکا د کانګرس دغه غړی همداراز د افغانستان د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په تړاو وايي، په افغانستان کې ا.ا اوس یو حکومت دی او په دغه هېواد کې بل حکومت نشته، نو امریکا باید دا ومني. نوموړي ویلي، که د نظر بېلوالی رامنځته شي او د دواړو لورو قناعت ترلاسه نه شي؛ نو دغه چاره به بدې پایلې ولري.
































