ملګري ملتونه وايي، افغانان د اقلیم د ویجاړوونکو اټکلونو پر څنډه ولاړ دي او په دې برخه کې په افغانستان کې د اقلیم په اړه بیړني ټولیز اقدام ته اړتیا ده. د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال رامیز الاکبروف ویلي دا زړه بوږنونکې ده چې د دغو اقلیمي ننګونو تر ټولو ډیر زیان عامو افغانانو ته رسیږي. ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان د اقلیم اړوند ګواښونو لپاره د نړۍ په کچه شپږم ډېر اغېزمن شوی هېواد دی.
































