د ا.ا د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال وايي، نړيوال نه پرېږدي چې افغانستان پرمختګ وکړي. نوموړي ارزګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال له نړیوالو وغوښتل چې د فشار راوستو پر ځای دې شته ستونزې حل شي او په وینایې، د فشار سیاست پایله نه ده ورکړې. د ا.ا دغه لوړ پوړی چارواکی وايي، تراوسه نړيوالو په افغانستان هېڅ ډول پانګونه نه ده کړې او په کور دننه د دوی حکومت او ملي سوداګرو په ټول هېواد کې نږدې ۲۵۰ ميليونه ډالر پانګونه کړې ده. برادر وويل چې د ټاپي پروژې کارونه يې ځکه د خنډ او ځنډ سره مخ شوي چې خلک دوی ته خپلې شخصي ځمکې په واک کې نه ورکوي. نوموړی وايي، اوس له خلکو سره په خبرو بوخت دي، تر څو هغوی راضي کړي چې ځمکې د دوی په واک کې ورکړي او د ټاپي پروژې کارونه پیل شي.
































