د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، امریکا په پټه د اوکراین پر مشرانو فشار راوړی چې روسیې سره د سولې خبرو بیا پیل کېدو ته چمتووالی وښيي او د خبرو اترو سره خپل مخالفت پای ته ورسوي. دغه ورځپاڼې د ځینو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکايي چارواکو دا هلې ځلې خبرو ته د اوکراین د هڅولو په هدف نه دي بلکې له اوکراین د نورو هېوادونو د ملاتړ د یقیني کولو لپاره یوه محاسبه شوې هڅه ده. ورځپاڼې ویلي، له مسکو سره د سولې له خبرو د ولادیمیر زیلنسکي انکار او همداراز د دې خبرو لپاره د ولسمشر پوتین نه جدیت د اروپا، افریقا او لاتینې امریکا په ځینو برخو کې اندېښنې راپارولې دي. په دغو سیمو کې د خوراکي او سونتوکو پر بیو د جګړې اغیزې په کلکه احساسیږي.
































