په برېتانیا کې له درې میاشتني ځنډ وروسته خلک بازارونو ته وتلي دي او د پلورنځیو مخې ته یې لیکې جوړې کړې دي. د برېتانیا حکومت تېره ورځ خلکو ته اجازه ورکړه چې د غیر ضروري توکو پلورنځي پرانیزي او همدا راز سر خلاصي، هوټلونه، سینماګانې او ژوبڼ هم فعالیتونه پيلولی شي. پرون د برېتانیا په ډېری ښارونو کې خلکو د پلورنځیو تر شا اوږده کتارونه جوړ کړي وو او توکي یې رانیول. په فرانسه کې هم لویه برخه محدودیتونه لرې شوي دي. په برېتانیا کې بیا په ټرین او نور عامه ترانسپورت کې د ماسک اغوستل حتمي دي او له پرېکړې سرغړوونکي به سل یورو جریمه کېږي. حکومت له خلکو غوښتي چې ټولنیز واټن مراعات کړي او صحي سپارښتنو ته پاملرنه وکړي. په برېتانیا کې دمګړی ۲۹۶۸۵۷کسان په کرونا اخته شوي او ۴۱۷۳۶ کسه یې مړه کړي دي.
































