د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي د ساړه ژمي په درشل کې له اړمنو افغانانو سره مرسته کوي. د کډوالۍ سازمان د افغانستان څانګې پر خپله ټوېټر پاڼه خبر ورکړی چې ژمی په چټکی را روان دی او ژر به افغانان له سړې هوا سره مخ وي. بیان کې زیاته شوې چې د کډوالۍ د نړیوال سازمان ټيمونه د خپلو مرستو په دوام په خلکو په تېره بیا ښځو، معلولینو او زړو خلکو باندې ژمنۍ بستې او دارو درمل ویشلي دي. یاد سازمان دا مرستې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې، د امریکا د پراختیايي مرستو او د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ په خلکو ویشي. ملګرو ملتونو ویلي په دې سربېره چې میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ دي را روان ژمی به په خلکو ډېر سخت تېر شي ځکه اکثر افغانان د کورونو د تودولو لپاره د سون توکو د اخیستلو توان نهلري.
































