د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني صدراعظم عمران خان په يوه برید کې له ټپي کېدو وروسته يو ځل بيا پر خپلو پلويانو د پراخو لاریونونو غږ کړی. نوموړي ویلي، چې دا لاريونونه به ژر د پاکستان مختلفو برخو ته ورسوي او حکومت به له وخته مخکې ټاکنو ترسره کولو ته مجبوره کړي. عمران خان په عین حال کې د پاکستان د حکومت له لوري پر ده د رامنځته شوي بريد د څېړلو لپاره د یوه قضايي کميسيون د جوړيدو هرکلی کړی، خو ویلي چې دا کميسيون بايد د بې طرفه قاضيانو په ګډون جوړ شي. عمران خان پر هغه د لاريون پر مهال پر ده د ډزو او ټپي کېدو ملامتي د پاکستان پر صدراعظم، پوځ او استخباراتو اچولې، خو صدراعظم شهباز شريف دا تورونه رد کړي. تمه کيږي، چې دغه لاریونونه به سبا سې شنبه بیا پیل او د پاکستان پر حکومت به فشارونه زیات کړي.
































