د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې يا اوچا ويلي چې غواړي په افغانستان کې د بشري مرستو د اړتيا سراسري ارزونه وکړي. اوچا نن د يوه بيان په خپرولو سره ويلي چې د بشري مرستو د اړتيا په ارزونو کې به د بېوزلۍ، کرونا وبا، طبيعي پېښو، سياسي بې ثباتۍ او اقتصادي کړکيچ له کبله خلکو ته د اوښتو زيانونه کچه مالومه کړي. دې ادارې ويلي چې د ارزونې پايلې به د راتلونکي لپاره د پلانونو او پروګرامونو په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي. د يادونې وړ ده چې ملګرو ملتونو په ۲۰۱۸ کال کې هم ورته ارزونه کړې وه.
































