د امريکا ولسمشر جو بايډن وايي چې که جمهوري غوښتونکی ګوند د کانګرس اکثريت وګټي نو ډيموکراسي به له ګواښ سره مخ شي. بايډن تېره شپه په نيويارک کې د پوهنتونونو محصلينو ته وويل چې د جمهوري غوښتونکي ګوند اکثريت نوماندان د ټاکنو پر پايلو باور نه لري او اوس هم د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعاوې تکراروي چې ګنې د ۲۰۲۰ کال ټاکنې يې د ټګۍ برګۍ له کبله بايللې دي. هغه ټينګار وکړ چې ورته ادعاوې په امريکا کې د ډيموکراسۍ ريښې تخريبوي. د يادونې وړ ده چې د کابل پر وخت د چهارشنبې په شپه په امريکا کې د کانګرس ضمني ټاکنې کيږي. د بايډن د محبوبيت کچې ته په کتو داسې اټکل کيږي چې ښايي جمهوري غوښتونکی ګوند د کانګريس اکثريت وګټي او په دې توګه په ۲۰۲۰ کال کې د ټرمپ د پلويانو له لوري د کانګرس پر ودانۍ د بريد دوسيه هم وتړل شي.
































