د پاکستان د کراچۍ ښار په زندان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې ۱۰۰۰ تنه افغانان بندیان دي چې ددې بندیانو ۳۱۳ تنه یې تازه د پولیسو له لوري د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نیول شوي دي. کراچۍ ښار کې مېشت افغانان ادعا کوي چې د قانوني اسنادو د درلودو سره سره یې پوليس نيسي او پیسې ترې اخلي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ د جنورۍ د ۲۰۲۲ تر جون میاشتې پورې له ۲۵۰ زره ډېر افغانان پاکستان ته کډه شوي دي.
































