د اوکراین حکومت ویلي چې د دافع هوا نوی سیستم یې ترلاسه کړی چې د روسیې د ورستیو بریدونو په مخنیوي کې به اغېزناک ثابت شي. روسیې په دې وروستیو کې د اوکراین د انرژۍ د تولید تاسیسات په نښه کړي دي. د اوکراین د دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف ویلي چې د ناسامس او اسپای په نومونو د هوايي دفاع نوی سیستم اوکراین ته رسېدلی دی. هغه وايي چې دا سیستم به د اوکراین پوځ لا قوي او فضا به یې لا خوندي کړي. د اوکراین د دفاع وزیر تېره میاشت ویلي وو چې له جرمني څخه یې د ایرس-ټي دافع هوا سیستم ترلاسه کړی دی.
































