ایراني چارواکو ویلي چې د شاه چراغ پر زیارت برید کې د لاس لرلو په تور یې د یو شمېر افغانانو په ګډون ۲۶ کسان نیولي دي. دغه برید چې دوه اونۍ مخکې د شېراز ولایت اړونده د شاه چراغ پر زیارت شوی و، په ترڅ کې یې ۱۳ تنه ووژل شول او تر ۴۰ پورې ټپیان شوي وو. د ایران د اطلاعاتو وزارت وايي دا برید د سبحان کمروني په نوم د تاجکستان یو اوسېدونکي کړی و، چارواکي وايي چې بریدګر د یو افغان په مرسته برید کړی دی. دغه وزارت وايي د برید د لارښوونې او هماهنګۍ اصلي عنصر د اذربایجان یو اوسېدونکی و چې له باکو څخه یې ایران ته پرواز کړی و. د ایران د اطلاعاتو وزارت نیول شوي کسان تکفیري تروریستان بللي دي . ځایي چارواکو ویلي چې دا کسان د فارس، تهران، البرز، کرمان، قم او خراسان رضوي په ښارونو کې نیول شوي دي.
































