د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې د یوه تړون له مخې به ډېر ژر ۶۵ زره افغانان بهر ته د کار لپاره واستول شي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مخدوم عبدالسلام سادات وايي، ۱۵ زره شپانه به قطر، سعودي عربستان او ترکیې ته واستول شي. د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، بهر ته د کاریګرو د لېږلو تړونونه تېر حکومت لاسلیک کړي وو چې اوس به عملي شي. په ورته وخت کې د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي چې په هېواد کې له بېکارۍ سره لاس او ګرېوان دي، د ا.ا له چارواکو غوښتنه کوي چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په یوه راپور کې په افغانستان کې د بې کارۍ له زیاتوالي اندېښنه ښودلې وه. د دغه سازمان د راپور له مخې په افغانستان کې په یوه کال کې زرګونو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
































