په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې تېره مياشت د پوليو شپږ پېښې ثبت شوې وې. د ننګرهار او کونړ ولايتونو روغتيايي چارواکو رسنيو ته ويلي چې د تېرې اکټوبر مياشتې په ۱۹ مه نېټه يې د دغو ولايتونو په مختلفو سيمو کې شپږ محيطي سمپلونه اخيستي وو چې له بده مرغه د شپږو واړو پايله مثبت وه. دوی وايي چې درې مثبت سمپلونه له ننګرهار او درې نور بيا له کونړه اخيستل شوي وو. په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې د پوليو مثبتې پېښې په داسې حال کې ثبت شوې چې مختلفو کورنيو او نړيوالو ادارو افغانستان کې دغه ناروغي محوه کېدو ته نږدې بللې ده. د عامې روغتيا وزارت تر دې وړاندې په روان کال کې د پوليو د دوو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی و.
































