په ايران کې د اپوزيسيون يوه مشر ويلي چې د روانو ناکراريو د مخنيوي لپاره بايد تر وخت مخکې ټاکنې وشي. د ايران د اسلامي مشارکت ګوند عمومي منشي اذر منصوري پر ټويټر خپاره کړي پيغام کې ويلي چې چارواکي دې د لاريونونو په تړاو د بهرنيانو د ملامتولو پر ځای د خپلو خلکو غږ واوري او د لاريونونو رېښو ته دې پاملرنه وکړي. هغه ټينګار کړی چې له ازادو ټاکنو پرته د ستونزو د هواري بله لاره نه ويني. د يادونې وړ ده چې ايران کې له نږدې دوو مياشتو راهيسې پراخ لاريونونه روان دي چې اخوندي رژيم يې د کرارولو لپاره پر تاوتريخوالي لاس پورې کړی دی. دا لاريونونه د تهران د اخلاقي امنيت پوليسو له لوري د يوې کردۍ پېغلې تر شکنجې او وژل کېدو وروسته پيل شول چې اوس يې لمن د ايران پر مختلفو ښارونو سربېره د نړۍ ګڼو هېوادونو ته غځېدلې ده.
































