د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام يا ډبليو اېف پي وايي چې افغانستان د خوړو د مصرف له پلوه لا هم له ټولو په ټيټه کچه کې دی. د ډبليو اېف مياشتنۍ ارزونې ښودلې چې په افغانستان کې په منځنۍ کچه د هرې کورنۍ ۹۲ سلنه عوايد د خوړو پر برابرولو لګول کيږي خو سره له دې هم ۵۱ سلنه يوازې لومړني خوراکي توکي پېرلی شي. ارزونې جوته کړې، هغه کورنۍ چې سرپرستي يې د مېرمنو پر غاړه ده د خوړو د کمښت له کبله دوه برابره ډيرې ځپل شوې او ۹۶ سلنه يې د دې جوګه نه دي چې بشپړ خواړه ومومي. د خوړو نړيوال پروګرام دغه راز ويلي چې د افغانستان ټول ولايتونه د خوړو د نه خونديتوب په بېړنۍ مرحله کې دي او ۳.۹ ميليونه ماشومان پکې په سختې خوارځواکۍ اخته دي. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف هم ويلي وو چې ۹.۱۲ ميليونه افغان ماشومان بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.
































