په داسې حال کې چې ټاکل شوې نن په امریکا کې د کانګرس منځنۍ دورې ټاکنې وشي، ځینو جمهوري غوښتونکو استازو د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش یا سیګار دفتر ته لیکونه استولي. د استازو مجلس غړي جیمز کامر چې په همدې مجلس کې د څارنې د کمېټې غړی دی د بل استازي ګلین ګروتمان سره یو ځای د سیګار دفتر ته لیک استولی او د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په هکله یې د معلوماتو او اسنادو غوښتنه کړې. د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر غواړي د هغو شاوخوا ۱.۱ ملیارد ډالرو په هکله پلټنې وکړي چې د ولسمشر جو بایډن ادارې ویلي په افغانستان کې د ط البانو د واک ته رسېدو راپدېخوا یې د افغان ولس سره د ملاتړ لپاره لګولي دي. سوپکو په خپل راپور کې همدارانګه شکایت کړی و چې دفتر یې د لومړي ځل لپاره د امریکا د ګڼ شمېر ادارو د نه همکارۍ له کبله نشي کولی چې په دې ربع کې کانګرس او د امریکا ولس ته د حکومت د لګښتونو په هکله راپور ورکړي.
































