له یو شمېر افغانانو او ګاونډیو هېوادونو سره د خبرو اترو او سلا مشورو په دوام د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره دا ځل پاکستان ته تللې ده. د افغانستان لپاره د امریکا سفارت اوسمهال په قطر کې فعالیت لري، د دغه سفارت شارژدافیرې مېرمن کرن ډیکر پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې له ۳۰ کلونو وروسته پاکستان ته تللې ده. هغې زیاته کړې چې په اسلام اباد کې به له بېلا بېلو ډلو او کسانو سره وګوري او د افغانستان په اړه به د هغوی نظریې او څرګندونې واوري. د امریکا دسفارت شارژدافیرې ویلي چې په پاکستان کې د افغانانو پر وضعیت به ځان خبروي. د نوموړي په وینا، هڅه یې داده چې له افغانانو او افغانستان سره مرستې او همکارۍ وکړي. د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې نوموړې ترکیې ته سفر کړی او هلته یې له یو شمېر افغانانو سره یې لیده کاته کړي وو.
































