د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر له خپل روسي سيال سره په لیدنه کې ویلي چې نړيواله ټولنه د افغانستان وروستيو حالاتو ته ډېره پاملرنه نه کوي. هندي رسنۍ ټایمز آف انډيا خبر ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته د سفر پر مهال خپل روسي سيال سرگي لاوروف سره لیدلي دي. سرچينې زياته کړې، په دې لیدنه کې دواړو لورو پر افغانستان ځانګړی بحث کړی او جي شنکر ګیله کړې چې نړيواله ټولنه د افغانستان حالاتو ته ډېره پاملرنه نه کوي. د هند د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې چې له افغانستان څخه بهر د ترهګرو فعالیتونه اوس هم یوه جدي اندېښنه ده. خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې دا ډول ادعاوې رد کړې دي. جي شنکر دغه راز د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه وغوښتل؛ څو په ګډه کار وکړي چې افغانستان د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي.
































