د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له زیانمنو خلکو سره د اروپایي ټولنې د ۵۰ ملیونه ایرو د نوې مرستې خبر ورکوي. د خوړو نړیوال پروګرام، وایي، د یوه کال په تېرېدو سره چې د افغانستان خلک له سختو او بېساري اقتصادي ستونزو سره مخ وو او طبعي پېښو هم دغه ستونزې زیاتې کړي، نور د دې وس نهلري چې د ر اروان یوه بل ژمي لپاره سم تیاری ونیسي. دې پروګرام ویلي چې له هرو لسو کورنیو نهه یې نهشي کولای چې د ځان لپاره کافي خواړه برابر کړي، په تېره هغه کورنۍ چې ښځې یې سرپرستې کوي، له ناوړه وضعیت سره مخ دي. د خوړو نړیوال پروګرام د اروپایي ټولنې لهخوا د ۵۰ میلیون یورو نوې مرسته چې د دې ټولنې د نړیوال مشارکت د ادارې لهخوا ورسره شوې، حیاتي بللې او ویلې یې دي چې په دې مرستې سره به دغه پروګرام وتوانیږي چې له افغان ټولنو سره د معیشت او مقاومت په پیاوړي کېدو کې مرسته وکړي.
































