د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د نړيوالو شريکانو او مرستندويو ادارو په مرسته يې افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو هڅې ګړندۍ کړې دي. دغه سازمان وايي چې روان کال د طبيعي پېښو له کبله په زرګونو افغان کورنۍ بېځايه شوې چې له کبله یې پکې د ساري ناروغيو خپريدل هم ډير شول. دغه اداره وايي چې له دې ټولو سره سره دوی د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول جاري ساتلي او په لړ کې يې د مخنيوي وړ ناروغيو د کنټرول لپاره د واکسيناسيون کمپاينونه ترسره کړي دي. د روغتيا نړيوال سازمان په يوه راپور کې د ژمي لپاره د خپلو تياريو خبر هم ورکړی او ويلي یې دي چې له نړيوالو شريکانو یې د ژوند ژغورنې ژمنيو چارو ته لس ميليونه ډالره ترلاسه کړي دي. دې ادارې زياته کړې چې په دغو پيسو به د ژمي په اوږدو کې ۱.۱ ميليونه افغانانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې شي. د روغتيا نړيوال سازمان لرې پرتو سيمو ته د ۳۶۹ ټنه بېړنيو روغتيايي مرستو د استولو ډاډ هم ورکړی او ويلي يې دي چې که دغو سيمو ته غځېدلې لارې وتړل شي نو دوی به هلته له زيرمه شويو روغتيايي توکو استفاده وکړي.
































