د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن وایي، چې د اوکراین د خېرسون له ستراتیژیک ښار څخه د روسي پوځيانو وتل ددې ښکارندویي کوي، چې مسکو د کیف په جګړه کې له ستونزو سره مخ شوی. دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر جمهوري غوښتونکو ژمنه کړې ده چې که د استازو د مجلس کنټرول ترلاسه کړي، له اوکراین سره به د امریکا په نظامي او بشري مرسته بیا کتنه وکړي. خو له دې سره سره د امریکا د سنا مجلس د استخباراتو د کمیټې دیموکرات مشر مارک وارنر ویلي، پرته له دې چې د ټاکنو پایلې به څه وي، هغه ډاډمن دی چې د کانګرس جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان به په دوامدار ډول د اوکراین له حکومت څخه ملاتړ وکړي. ټاکل شوېده د امریکا نوی کانګرس د ۲۰۲۳ کال په جنوري میاشت کې خپل کار پیل کړي.
































