د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د ټرمپ دا پرېکړه به په جرمني کې د امریکایي ځواکونو شمېر د پام وړ راکم کړي. ټرمپ ویلي جرمني په کافي اندازه د خپلې دفاع لپاره دوی ته پیسې نه ورکوي نو له همدې امله یې پرېکړه کړې چې خپل ځواکونه هلته کم کړي. ددې پرېکړې له مخې به په جرمني کې د امریکایي ځواکونو شمېر له ۳۴۵۰۰ راکمېږي او تر ۲۵ زره پورې به را رسېږي. د امریکا ددفاع وزارت هم ویلي چې دغه ځواکونه به له المان د امریکا د نورو متحدینو په امنیت کې مرسته کوي. ډېره برخه به یې پولنډ او نور به یې بېرته امریکا ته ستنېږي.
































