د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په مصر کې د چاپېریال له ننګونو سره د مبارزې لپاره د غړو هېوادونو په غونډه کې افغانستان ته پر نه بلنه نیوکه کړې ده. ددغه بنسټ مسوولینو په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې که څه هم افغانستان د اقلیم د بدلون په برخه کې لږه ونډه لري، خو پراخ زیانونه یې لیدلي او له همدې امله باید دغې غونډې ته بلنه ورکړل شوې وای. د دې ادارې مشر حافظ عزیز الرحمن وايي، چې په تېرو دوو لسیزو کې وچکالۍ او د اقلیم بدلون په دغه هېواد کې بې ساري زیانونه اړولي دي او که نړۍ په دې برخه کې افغانستان یوازې پرېږدي، ددغه ناورین لمن به نورو هېوادونو ته هم وغځېږي. بلخوا د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال زین العابدین عابد پر نړیوالې ټولنې نیوکه کوي او زیاتوي چې اوس د ۸۰۵ میلیون ډالرو په ارزښت ۳۲ د چاپېریال ساتنې پروژې په ټپه ولاړې دي.
































