د ترکیې پولیسو ویلي، له یوه کور څخه يې د پنځو افغانانو جسدونه موندلي چې د چاقوګانو په ګوزارونو وژل شوي دي. د ترکیې دولتي خبري اژانس خبر ورکړی، پولیسو وروسته له هغه د دغو کسانو په پلټنې پيل کړې، چې کورنۍ يې ورته د دوی د نادرکه کېدو په اړه شکایت کړی و. خو د ترکیې پولیسو دا نه دي ويلي چې وژل شوي کسان څه نوميږي او نه يې دا په ډاګه کړې چې دوی کله وژل شوي دي، خو دومره يې ويلي چې جسدونه يې عدلي طب ته د پلټنو لپاره لېږلي دي. په ترکيه کې افغان دپلوماتانو هم د دې کسانو وژل کېدل تایید کړي خو د هغوی د پېژندګلوۍ په هکله يې څه نه دي ويلي. د وژل شويو کسانو د کورنيو غړو ويلي چې څه باندې يوه اونۍ کېږي چې دې کسانو د خپلو کورنیو سره هېڅ ډول اړیکه نه درلوده. بلخوا ځينو تركي رسنيو ويلي چې دا افغانان یوه اونۍ وړاندې وژل شوي وو او مړي یې اوس پیدا شوي دي.
































