هند په افغانستان کې د يوه داسې ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی، چې د لږکیو په ګډون د ټولو حقونه خوندي، له ترهګرۍ او له نشه يي توکو سره مقابله وکړی شي. دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د هندوستان استازي رویندرا تېره شپه د ملگرو ملتونو د ۷۶مې کلنۍ غونډې پر مهال د افغانستان په تړاو ځانګړې ناستې ته کړې دي. هغه زياته کړې چې له افغانستان سره تاريخي او د ملګرتيا اړیکې لري او په دغه هېواد کې د بشري بحران له امله يې هېواد په اندېښنه کې دی. د هند استازي ويلي چې هېواد يې افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې درمل او نور خوراکي توکي ليږلي دي. نوموړي په افغانستان کې د يوه داسې ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی چې هلته د لږكيو په ګډون د ټولو حقونه خوندي، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره مقابله وکړی شي. روپندرا وايي، چې هېواد يې د افغانستان امنیتي حالت له نږدې څخه څاري او د افغانستان په اړه له نړيوالې ټولنې سره له نږدې په اړيکو کې دی. هغه ټينګار وکړ، چې د افغانستان خاوره باید د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.
































