د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شارژدافيره مېرمن کرن ډېكر وايي چې دوی د افغان ښځو د ټولو حقونو د خوندیتوب د ضمانت ملاتړ کوي. کرن ډېکر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په پاکستان کې يې له یو شمېر افغانانو سره ليدلي دي. د امریکا د سفارت سرپرستې ويلي، دغو افغان مېرمنو د خپلو حقوقو د خوندیتوب ضمانت غوښت او آمریکا هم د دوی د دغې غوښتنې ملاتړ کوي. نوموړې له یادو افغان مېرمنو غوښتې چې پياوړې واوسي او کله چې خپل هېواد ته ستنيزي، نو د خپل ولس او هېواد د راتلونکي لپاره رغنده رول ولوبوي. کرن ډېکر تیره میاشت ترکیې ته هم د سفر پر مهال هلته د مېشتو افغانانو له استازو سره ليدلي وو.
































