د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی د چین حکومت لخوا د افغانستان پر ۹۸ سلنه صادراتو د ګمرکي تعرفې د کمېدو هر کلی کوي، خو وايي د یو معلوم میکانیزم له مخې د تخنیکي ستونزو پر هوارېدو هم باید کار وشي. په کابل کې د چین سفیر وانګ یو تازه ویلي چې هیواد یې د ډسمبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د افغانستان پر ۹۸ سلنه صادراتو ګمرکي مالیه صفر ته راټيټوي. د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان الکوزي د چین لخوا پر افغان صادراتو د ګمرکي مالیې کمېدو هر کلی وکړ او ویې ویل چې دې سره به چین ته د افغانستان صادرات نور هم زیاد شي. دا په داسې حال کې له افغانستان څخه چین تر ډېره وچه او تازه مېوه، معدنیات، غالۍ او ځينې نور قیمتي توکي صادریږي.
































