د کاناډا د کډوالۍ، پناه او تابعیت ورکولو چارو ادارې ویلي چې دغه هېواد ته د ټولو لیږدل شویو افغانانو شمېره نږدې ۲۳ زرو ته ورسېده. کاناډايي چارواکو ویلي، په یادو کسانو کې د افغان ترجمانانو د کورنیو د غړو ترڅنګ هغه کسان هم شامل دي چې په افغانستان کې د کاناډا ماموریت پر مهال يې له دوی سره کار کړی و. د کاناډا حکومت په خپله خاوره کې شاوخوا ۴۰زره افغان کډوالو ته د ځای ورکولو ژمنه کړې ده. د کاناډا حکومت د دغې پرېکړې په اساس ټاکل شوې د ترجمانانو او د هغوی د کورنیو په ګډون پنځه زره کسان د کډوالۍ ځانګړي پروګرام او څه باندې ۱۸زره نور له ګواښ سره مخ افغانان د بشردوستانه پروګرام له لارې هغه هیواد ته انتقال کړي. د کاناډا د کډوالۍ ادارې یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې دغه هیواد د نورو افغان کډوالو چې له دوی سره یې په افغانستان کې کار کړی دی هغه هیواد ته د انتقال بهیر وارزوي.
































