د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شارژدافيرې کرن ډېکر په اسلام آباد کې د امریکا سفارت له ويزې څانګې څخه لیدنه کړې ده. مېرمن ډېکر پرخپله ټویټر پاڼه ليکلې، دا ډېره اسانه ده چې د ویزې پروسې باندې نيوکې وشي، خو د ويزې کارکوونکي د پاکستان، امريکا او افغان وګړو لپاره غوره خدمات وړاندې کوي. دا په داسې حال کې چې زرګونه افغانان له تېر يوه کال راهیسې په اسلام آباد کې مېشت دي او د خپلو ويزو لپاره دامریکا د سفارت انټرویو او نورو کارونو ته منتظر دي. د راپورونو له مخې، په دې کسانو کې د ځانګړو ویزو پروګرام (ايس آي وي) پي ټو او نورو برخو کسان شامل دي. د امريکا د سفارت سر پرستې ليکلې چې دغه راز يې هلته له يو شمېر افغانانو سره هم لیدلې او د افغانستان د راتلونکي په اړه يې د هغوی نظرونه اوريدلي دي.
































