د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار وايي چې د هېواد له هرو څلورو وګړو څخه يو تن يې کډوال دی، خو په هېواد کې پاتې درې هم د وتلو په هڅو کې دي. حکمتیار وايي فقر او نورو پېښو زیاتره هېوادوال دې ته اړ کړې چې هېواد پريزدي، خو د مجبوريت له امله پاتې دي خو هغوی هم هڅه کوي پاسپورټ ترلاسه او په بهر کې پناه واخلي. هغه دغه راز د پاکستانيو ځواکونو لخوا د افغان کډوالو نيول، ځورول او غير انساني چلند په کلکه غندلي. حکمتیار د پاکستانیو واکمو وغوښتل چې د دې مخنیوی وکړي او دوام به يې تر ټولو زیاتې بدې پایلې دوی ته ولري. نوموړي له ايران څخه هم وغوښتل چې د افغان کډوالو اجباري ويستل بند کړي، دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې ايران د اجباري ويستلو لړۍ تنده کړې ده. د نوموړي په وينا، د کډوالو قضيه او ستونزه تر ټولو مهمه او جدي ده او حکومت باید دې ته د نورو قضاياوو په پرتله لومړیتوب ورکړي.
































