د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایف د افغانستان پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې. نوموړي د ترک دولتونو سازمان په ناسته کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د یاد سازمان له غړو غوښتي چې په دغه هېواد کې دې د سولې او ثبات لپاره په ګډه کار وکړي. میرضیاف ویلي چې د افغانستان څنډې ته کول د مرکزي اسیا هېوادونو په ګټه نه دي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د پاکستان او هند استازو هم پر نړیوالو غږ کړی چې په افغانستان کې دې له اوسني حکومت سره تعامل وکړي، ترڅو هلته شته اندېښنې له منځه لاړې شې.
































