سي بي اېس خبري شبکې راپور ورکړی، چې یو شمېر هغه امریکايي سرتېري چې د افغانستان او عراق په جګړو کې یې برخه اخیستې وه، امریکا له تلو وروسته د سږو په ناروغۍ اخته شوي دي. د جان سپولوډا په نوم یو امریکايي سرتېري چې افغانستان کې یې لس کاله تېر کړي، ویلي، چې له څه مودې راهیسې د سږو له ناروغۍ کړيږي. ډاکتران وايي، سرتېرو ته دا ناروغي د کثافاتو له سوځولو او د نښتو او چاودنو پر مهال د لوګي له کبله چې زهري مواد لېږدوي، پیدا شوې ده.
































