د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف وايي چې اقليمي بدلونونو افغان ماشومان سخت اغېزمن کړي دي. يونيسف نن پر ټويټر خپاره کړي پيغام کې ويلي چې د افغانستان او سويلي اسيا ماشومان د اقليمي بدلونونو له کبله را وتلو سيلابونو ځپلي چې اوس مرستو ته اړتيا لري. دغه اداره وايي چې د اقليمي بدلونونو له کبله د اغېزمنو شويو ماشومانو شمېر ۱۵ ميليونو تنو ته رسېدلی چې اوسمهال يې د ژوند له نويو شرایطو سره برابرول اړين دي. د يونيسف دا پيغام په داسې حال کې دی چې په مصر کې د اقليمي بدلون ۲۷مه سرمشريزه روانه ده خو د افغانستان په استازيتوب هېڅوک نه دي ور بلل شوي. د ا.ا چارواکو بيا د خپل استازي پر نه ور بلل کېدو نيوکه کړې او پر ملګرو ملتونو يې غږ کړی چې د اقليمي بدلون مسئله دې ځکه نه سياسي کوي چې د دې چارې منفي اغېزې هېڅ پولې نه پېژني او افغانستان ته يې روان کال په داسې حال کې دوه ميليارده ډالره زيان ور اړولی چې په اقليمي بدلونونو کې يې ونډه نشته.
































