په تېره یوه اوونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۱۰۰زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۱۱۷ زره ۱۸۴ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۳۵۷ ټنه توکي صادر شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه ده. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.
































