د افغانستان پر بيارغونې د امريکا ځانګړې پلټونکې ادارې يا سيګار ويلي چې د افغانستان بشري وضعيت لا هم کړکېچن دی. سيګار نن د يوه راپور په خپرولو سره ويلي چې ميليونونو افغانانو د بد اقتصادي وضعيت له کبله د خوړو سپمول پيل کړې دي. سيګار وايي چې ۲۴.۴ ميليونو افغانانو د خوړو له کمښت سره د ګوزارې لپاره د خوړو وختونه کم کړي او يا يې د ډير لګښت لرونکو خوړو ته شا کړې ده. د سيګار د معلوماتو له مخې؛ وچکالۍ، د خوراکي توکو د بيو لوړوالي، د بانکي سکټور نيمګړي فعاليت، د نغدو پيسو کمښت او په پراخه کچه بېکارۍ د افغان کورنيو پر اقتصادي وضعيتونو سخت اغېز کړی او له کبله يې خلکو د خوړو په مصرف کې سپما ته مخه کړې ده.
































