ترکیه وايي، د روان زېږديز کال له پیله تر اوسه يې له خپل هېواده څه باندې ۵۷ زره ناقانونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي. د ترکيې اناتولي خبري اژانس د دې هېواد د کورنيو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې ترکيې د روان زېږديز کال له پيله تر دې دمه د بېلا بېلو هېوادونو ۱۰۱زره او ۵۷۴ ناقانونه کډوال له خپل هېواده اېستلې دي. سرچینه زیاتوي، دغه شمېره د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۵۲سلنه زیاتوالی ښي. سرچینه څرګندوي، په پورته کډوالو کې ۵۷ زره او ۱۷۴ افغانان شامل دي چې له دې ډلې ۴۱ زره او ۱۸۵ تـنـه پـه خصوصي پروازونو او ۱۵ زره او ۹۸۹ تـنـه پـه معمولي پروازونو کې خپل هېواد ته مسترد شوي دي. سرچینه وايي، دغه راز په دې ناقانونه کډوالو کې ۱۱ زره او ۱۹۵ پاکستانیان هم شامل دي چې هغوی هم په خصوصي او معمولي پروازونو کې مسترد شوي دي.
































