د اسلامي همکاریو سازمان وایي چې په کابل کې خپل دفتر پرانیستلو سره به ډېر ژر به د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې پیل کړي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې د بهرنيو چارو له سرپرست وزير، امير خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د عمومي منشي له مرستيال دکتور طارق بخيت او مل پلاوي وکتل. په دغې ناستې کې طارق بخيت ویلي چې افغانستان ته د دوی د راتګ هدف د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د فوق العاده غونډې د پرېکړو تطبيق او په کابل کې د ياد سازمان د دفتر رسمي پرانیستنه ده چې له لارې به يې ډېر ژر د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې پيل کړي. د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي ویلي د ياد سازمان غړي هيوادونه په افغانستان کې د پانګونې له لارې د متقابلې ګټې فُرصتونو ته هم رابولي. همداراز دواړو لورو په افغانستان کې د اسلامي همکاريو سازمان له خوا د نړيوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو او د ۲۰۲۴م کال له پاره د اسلامي هيوادونو د فرهنګي پايتخت په توګه د کابل د انتخابېدو د بهير د بياپيل د اړتيا او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې.
































