پوهنې وزات، عامې روغتیا وزارت ته د عامه او خصوصي ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو پلان سپارلی. د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکټر بشیر نورمل ویلي، د عامې روغتیا وزارت به د پوهنې وزارت لخوا په وړاندیز شوي پلان بیا کتنه وکړي او که دا پلان د روغتیا وزارت له وړاندیزونو سره سم وو، دا وزارت کولی شي په نږدې راتلونکي کې د ولسمشر له تاییده وروسته عامه او خصوصي ښوونځي بیا پرانیزي. په پلان کې ټولنیز واټن نیول، په ورځ کې څو ځله د لاسونو مینځل، د ماسک کارول، د درسي ساعتونو کمول او ځینې نور مهم ټکي یاد شوي دي.
































