افغان حکومت وایي پر داسې لارو چارو غور کوي چې له مخې به یې په ایران کې د افغان کډوالو حضور ته قانوني بڼه ورکړل شي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لومړي مرستیال امر الله صالح په مشرۍ نن په همدې تړاو غونډه جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د بهرنوی چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر، د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي او په افغانستان کې د کډوالو د عالي کمیشنرۍ استازي ګډون کړی و. په دې غونډه کې پر دې چې څومره شمېر افغانان په ایران کې کډوال دي او ددوی پر قانوني ستونزو بحثونه شوي دي. همدا راز هوکړه شوې چې هلته مېشتو افغانانو ته به الکترونیکي پېژندپاڼې او پاسپورتونه ویشل کېږي. بلخوا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر ویلي چې د کډوالو د ستونزو په تړاو به ژر تر ژره ایران ته سفر کوي او ددې مسئلې پر بېلو اړخونو به له ایراني چارواکو سره خبرې کوي.
































