د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د ترکیې په استانبول ښار کې چاودنه په سختو ټکو غندلې ده. دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې د ترکیې له چارواکو او خلکو سره هم خواخوږي ښودلې ده. د ترکيې په استانبول ښار کې پرون د یوې چاودنې له امله شپږ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. ترکي رسنیو ویلي چې دغه چاودنه د استقلال څلور لارې ترڅنګ پر غځیدلي سړک شوې چې علت يې تر اوسه نه دی معلوم. د ترکیې مرستیال ولسمشر ویلي چې دا برید د یوې ښځې لخوا ترسره شوی او ښایي چې ځانمرګی برید وي. بلخوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دغه برید غندلی او ویلي دي چې په برید کې شپږ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان دي.
































