د ا.ا مشر قاضیانو ته سپارښتنه کړې چې پر هغو دوسیو حدود او قصاص عملي کړي چې ټول شرعي شرایط یې پوره کړي وي. د کندهار ولایت مقام لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې شیخ هبت الله دا څرګندونې کندهار ولایت کې له یو شمېر علماوو، قاضیانو او د محکمو له رییسانو سره دلیدنې پر مهال کړې دي. هغه دغه راز سپارښته کړې چې باید د غلو، انسان تښتوونکو او فتنه ګرو دوسيې په ښه ډول وڅېړل شي. دیادونې وړ ده چې د ا.ا مشر په خپلو مخکنیو فرمانونو او غونډو کې هم پر دې ټينګار کړی چې د شریعت ټول احکام باید پلي شي.
































