جګړه هر کال په افغانستان کې ۱۲ زره کسان معلولوي او شل زره کسان وژني. د شهداوو او معلولینو په چارو کې ددولت وزیر لعل الدین آریوبي وایي له دوی سره دمګړی په ټول هېواد کې یو میلیون معلولین ثبت او راجستر دي. دده په خبره په ټول هېواد کې نږدې ۳۵۰ زره کسان شهیدان شوي دي چې دوی یې کورنیو ته میاشتنۍ تنخوا ورکوي. هغه همدا راز وایي په ټول هېواد کې هر کال د جګړې له امله ۲۰ زره افغانان وژل کېږي او همدا راز تر ۱۲ زره پورې نور معلولېږي. دده په وینا جګړه ددغه ناورین ستر لامل ده او پر ښکېلو لورو یې غږ وکړ چې د خپلو خلکو د خوندیتابه او جګړو د پای ته رسولو لپاره سولې ته سره کېني او دغه خونړۍ څپې ختمې کړي.
































