ټاکل شوې وه چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د نومبر پر ۲۱مه اسلام اباد ته لاړ شي، خو سفر یې ځنډېدلی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوچ ویلي چې د اوس لپاره د سعودي د ولیعهد سفر ځنډېدلی او ښايي دا سفر په بل وخت کې ترسره شي. بل لور ته د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف تور پورې کړی چې پاکستان ته د سعودي د ولیهعد د سفر ځنډېدل د عمران خان کار دی. که څه هم عمران خان تر اوسه د خواجه اصف د څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو د تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي او د دغه ګوند یوې مشرې شېري مزاري دا تورونه رد کړي دي.
































