د نیمروز ولایت ځايي چارواکي وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې له ایران څخه شاوخوا ۱۹۰ زره افغان کډوال راستانه شوي دي. له دغو مهاجرینو څخه ۶۸ زرو ته نغدي او غیرې نغدي مرستې ویشل شوي دي. په همدې حال کې راستانه شوي کډوال وايي، چې په ایران کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي. یو شمیر شنوونکي وايي، که په هېواد کې دننه کاري فرصتونه برابر شي، د ناقانونه کډوالۍ کچه به راټیټه شي. دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ د هېواد سلګونه اوسېدونکي په ناقانونه توګه ګاونډیو هېوادونو ته تګ راتګ کوي او سلګونه نور په زوره بېرته افغانستان ته رالیږي.
































