د افغانستان پر بيارغونې د امريکا ځانګړې پلټونکې ادارې يا سيګار ويلي چې نږدې پنځه ميليونه افغان ماشومان او ميندوارې مېرمنې له جدي ګواښ سره مخ دي. سيګار نن په يوه راپور کې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړيوال پروګرام پر موندنو په استناد سره ويلي چې افغانستان کې د ژمي په را نږدې کېدو سره بشري مرستو ته اړتيا ډيره شوې ده. دې ادارې ويلي چې د خوړو کمښت ۴.۷ ميليونه ماشومان او ميندوارې مېرمنې له جدي ګواښ سره مخ کړې او يوازې روان کال ۳.۹ ميليونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي. د سيګار دغه راپور په داسې حال کې دی چې د ملګرو ملتونو ځينو ادارو له بېوزلۍ سره د مخ افغانانو سلنه ۹۷ ښوودلې ده. د ا.ا چارواکي افغانستان کې د بېوزلۍ د پراخېدو لامل د افغانستان بانک د ارزي شتمنيو کنګلتيا بولي او وايي چې دې چارې ټول اقتصادي فعاليتونه ټکني کړي دي.
































