د هرات سېلو له ۱۵ کلن ځنډ وروسته بېرته خپل فعالیت پیل کړ. د ا.ا د چارواکو په وینا د یادې سېلو په بیا پیلېدو سره به هرات کې د بېلابېلو نظامي او ملکي ادارو لخوا د اړتیا وړ ډوډۍ وېشلو تر څنګ لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي. له کابل او بلخ ورسته دا درېیمه لویه سیلو ده چې په تېر یوه کال کې بېرته خپل فعالیت پیلوي. د مرکزي سېلو رییس وايي، چې د کابل، بلخ او هرات له سېلوګانو وروسته به د کندهار سېلو هم خپل فعالیت پیل کړي.
































