امريکا ويلي چې غواړي افغانستان کې واک په منظمه توګه يوه ټولګډونه حکومت ته ولېږدول شي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يوه بيان په خپرولو سره ويلي، افغانستان کې د داسې يوه ټولګډونه حکومت د رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي چې د ټولو افغانانو حقونه پکې خوندي وي. بيان زياتوي چې امريکا به دې موخې ته د رسېدو لپاره ټول ډيپلوماټيک، اقتصادي او سياسي وسایل وکاروي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې ط البان د افغانستان د خلکو پر وړاندې پر خپلو ټولو ژمنو عمل کوي. امريکا په داسې حال کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د رامنځته کولو لپاره پر خپلو هڅو بيا ټينګار کوي چې د ا.ا چارواکي اوسنی حکومت په بشپړه توګه ټولګډونه بولي او په ځلونو يې پر نړيوالو غږ کړی چې د افغانستان په کورنيو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.
































