د امريکا او روسيې استخباراتي چارواکو د ترکيې په پلازمينه انقره کې پټې خبرې کړې دي. رسنيو ويلي چې دا خبرې پرون د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې يا سي ای اې د مشر ويليم برونز او د روسيې د خارجي استخباراتو د مشر ناريشکين په حضور کې شوې خو جزيات يې پټ شوي دي. په ورته مهال سپينې ماڼۍ ويلي چې د سي ای اې مشر ويليم برونز له خپل روسي سيال سره د ليدنې په موخه ترکيې ته تللی خو ټينګار یې کړی چې هغه به له روسي لوري سره د کیېف په غياب کې د اوکراين د جګړې په تړاو خبرې ونه کړي. سپينه ماڼۍ وايي چې د امريکايي او روسي استخباراتي چارواکو په کتنه کې د اوکراين په جګړه کې د اټومي وسلو د بدو عواقبو په تړاو خبرې شوې دي. د برونز او ناريشکين دا کتنه په داسې حال کې ده چې روسي پوځيانو تازه د اوکراين له خيرسون سيمې شاتګ کړی او لا مالومه نه ده چې تر شاتګ وروسته به څه وکړي. په ورته مهال څو ورځې وړاندې رسنيو داسې خبرونه خپاره کړل چې امريکا پر اوکراين فشار راوړی چې له روسيې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرو ته غاړه کېږدي. امريکايي چارواکو دا راپورونه رد کړي وو.
































