په کندهار کې د سنوفارما د درمل جوړولو فابريکه توليد ته نږدې شوې ده. د کندهار ځايي چارواکي وايي چې دغه فابريکه د ۷۱ سوداګرو د ۵۰ ميليونو امريکايي ډالرو په پانګونې سره جوړه شوې چې ډير ژر به د درملو په توليد پيل وکړي. د سنوفارما توليدي فابريکې مشر محمد سعيد صديق وايي چې اداري کارونه يې پيل کړي او ډير ژر به توليدي چارې هم پيل کړي. دغه فابريکه په هرو اتو ساعتونو کې د شاوخوا دوه ميليونو ټابليټونو، يو ميليون کپسولو او ۱۰۰ زره بوتلو شربتو د توليد ظرفيت لري چې ۸۰۰ تنو ته به په مستقيم ډول او شاوخوا دوو زرو تنو نورو ته به پکې په غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شي.
































